په قرغزستان کې نوی اتحاد تشکیل شو

په قرغزستان کې ګڼو سیاسي ګوندونو او غورځنګونو د «نوې ساه» په نوم نوی اتحاد تشکیل کړ.

دوی په پام کې لري، په ګډه په هغو پارلماني ټاکنو کې برخه واخلي چې اکټوبر میاشت ته پلان شوې دي.

د پلار وطن، سپین باز، لبرال ډیموکرات، سوسیال ډیموکرات د ځوانانو انجمن او زرغون اتحاد ترمنځ د دغه ستراتېژیک شراکت تفاهم‌لیک نن جمعه لاسلیک شو.

د تفاهم‌لیک تر لاسلیک وروسته د دغو ګوندونو سیاستوالو وویل، د اتحاد عمده هدف‌یې له ټولو سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې سره همکاري ده.

قرغزستان په منځنۍ اسیا کې یوازنی هېواد دی چې انتخابات په‌کې په ډیموکراتیک ډول ترسره کېږي.

د قرغزستان سوسیال ډیموکرات ګوند چې دا مهال په پارلمان کې اکثریت څوکۍ لري، په وروستیو کې سره پاشل شوی او اپوزېسیون ته‌یې لاره پرانیستې چې په ټاکنو کې لاسته راوړنې ولري.