په زابل کې تر ۱۰ زیات پولیس وژل شوي

د افغانستان نقشه کې زابل ولایت

د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې نن سهار د وسله‌والو طالبانو په کمین کې تر ۱۰ زیات پولیس وژل شوي دي.

د زابل د امنیه قوماندانۍ یوه امنیتي سرچینه چې نه‌غواړي نوم‌یې خپور شي ازادي راډيو ته په دغه پېښه کې د ۱۵ پولیسو د وژل کېدو خبر تأییدوي.

بل‌خوا د زابل د ولایتي شورا رئیس عطا جان حق‌بیان د وژل شویو پولیسو شمېر ۱۰ تنه یاد کړ او ویې‌ویل پولیسو غوښتل د سړک وضعیت وارزوي.

ښاغلی حق‌بیان زیاتوي: "هغوی د سړک د چک او امنیت لپاره راوتلي وو چې د طالبانو له کمین سره مخامخ شول، دوه هاموې موټرونه‌یې سوځول شوي او زموږ ۱۰ سرتېري شهیدان شوي دي."

حق‌بیان وايي په دغه پېښه کې وسله‌والو طالبانو ته هم تلفات رسېدلي، خو دقیق شمېر یې نه‌دی معلوم.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.