د بهرنیو چارو وزارت وايي په ایران کې د افغان کډوالو مرګ‌ژوبله څېړي

راپورونه وايي تر پېښې وروسته هغه موټر چې افغان وګړي په‌کې روان وو، اور اخیستی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په ایران کې د ټرافیکي پېښې په نتیجه کې افغانانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې موضوع څېړل کېږي.

دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ایران لپاره د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال د ایران په یزد کې د پېښې ځای ته روان شوی چې د ټپیانو د پوښتنې ترڅنګ د موضوع په اړه خپل تحقیقات پوره کړي.

په یزد کې وړمه ورځ په یوه ټرافیکي پېښه کې ۳ افغان وګړي مړه شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

راپورونه وايي تر پېښې وروسته هغه موټر چې افغان وګړي په‌کې روان وو، اور اخیستی دی.