ناروې: د افغان سولې خبرو ته د زمینې برابرولو په برخه کې هڅې کوو

(ښی) د ناروې د بهرنیو چارو وزیره اینه اریکسون سوریده او (کین) د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې اینه اریکسون سوریده د افغانستان د سولې له بهیر سره د خپل هېواد پر ملاتړ ټينګار کړی.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر پرون د پنجشنبې په ورځ د وېډيو کنفرانس له لارې له مېرمن سوریده سره خبرې وکړې.

مېرمن سوریده وویل چې هېواد به‌یې په هر ډول حالاتو او شرایطو کې له افغانانو سره ولاړ پاته شي.

د دې په وینا ناروې د سولې خبرو ته د زمینې برابرولو په برخه کې هڅې کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د سولې په بهیر کې د نړیوالې ټولنې د رول او د بین‌الافغاني خبرو د پیل په اړه هیله څرګنده کړې ده.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ میاشتې د موافقې له مخې ټاکل شوې وه بین‌الافغاني خبرې د مارچ په ۱۰مه پیل شي، خو طالبانو دا مذاکرات د افغان حکومت له زندانونو د پنځو زرو طالب بندیانو له خلاصون سره تړلي دي.

تر دې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په یوه ټویټ کې ویلي و چې ناروې د مذاکراتو د تسهیل په برخه کې مخکښه ده او دا هېواد کولای شي سولې ته په رسېدو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.