مچ مک‌کانل: امریکا باید افغانستان کې کافي حضور ولري

مچ مک‌کانل

د امریکا په سنا جرګه کې د اکثریت جمهوري غوښتونکو مشر مچ مک‌کانل وايي، امریکا باید له ترورېزم سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې کافي حضور ولري.

مچ مک‌کانل دا خبره پرون د پنجشنبې په ورځ (د جون په څلورمه نېټه) د خپل هېواد سنا جرګې ته وکړه.

ده زیاته کړه: "موږ باید په افغانستان کې کافي حضور ولرو چې د داعش، القاعده او حقاني شبکې پر ضد خپله ستراتېژیکه پياوړتیا خوندي وساتو. موږ باید په افغانستان کې کافي حضور، ځکه هم ولرو چې هلته د عراق او سوریې برخلیک تکرار نه‌شي."

ښاغلي مک‌کانل زیاته کړه: "پر طالبانو باور نه‌شي کېدای چې له القاعده شبکې او نورو ترورېستي ډلو سره به اړیکې قطع کړي. ده وویل، امریکا باید له افغان حکومت سره مرسته وکړي چې که طالبان خپلې ژمنې عملي نه‌کړي، حکومت‌یې له پایلو سره مخامخ کړي."

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه د لاسلیک شوې موافقې له مخې به طالبان له القاعده او نورو ترورېستي ډلو سره خپلې اړیکې قطع کوي. همدارز به امریکا په افغانستان کې د جولای میاشتې تر نیمايي پورې د خپلو ځواکونو شمېر ۸،۶۰۰ ته کموي او د ۲۰۲۱ م کال تر مې میاشتې پورې به خپل ټول ځواکونه له افغانستان باسي، خو د ناټو او امریکايي چارواکو په وینا، امریکا له مخکې لا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۸،۶۰۰ ته کم کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو او داعش ډلې حملې دوام لري، په وروستي مورد کې د کابل پر یوه جومات په حمله کې د جومات د مولوي په ګډون دوه کسان ووژل شول او اته نور ټپیان شول.

د دې حملې مسؤلیت پرون د پنجشنبې په ورځ داعش ډلې ومانه.