د بشري حقونو او ډیموکراسۍ یو شمېر پلویان او فعالان په هانګ کانګ کې نن د جون ۴مه، د تیانمین څلور لارې د قتل عام په یاد په مختلفو سیمو کې ځانګري مراسم جوړوی.
په تېرو ۳۱ کلونو کې به دا اول وار وي چې د تیانمین څلور لارې د قتل عام په یاد عمومي مراسم لغوه کېږي.
په چین کې یو شمېر کارګرانو، محصلانو او زدهکوونکو په ۱۹۸۹ میلادي کال کې د پیکېنګ په تیانمین څلور لارې کې د ډیموکراتیکو بدلونونو او په ادارو کې د فساد د مخنیوي لپاره مظاهره وکړه او په ټول چین کې یې د مظاهرو څپه راپورته کړه، خو تر اووه اوونیو مظاهرو وروسته، د چین کمونېست رژیم د تیانمین څلور لارې ته ټانکونه، عسکر او زغرهوال موټر ورواستول او اور یې ورباندې بل کړ.
داسې ګڼل کېږي چې د جون په درېیمه او څلورمه پر مظاهرهچیانو په ډزو کې زرګونه کسان وژل شوي دي.
خو په چین کې خلک د دې پېښې په اړه د خبرو اجازه نهلري او د چین حکومت دا ورځ رسماً نهیادوي.