قره‌باغ ولسوالۍ کې چاودنې ۱ ملکي وګړی وژلی او ۵ تپیان دي

ارشیف

د کابل په قره‌باغ ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې یو ملکي وګړی نن د جون په ۴مه، ووژل او پنځه ملکي وګړي زخمیان شوو.

د قره‌باغ ولسوال محمد حنیف صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې ماین پر بایسکل ايښی او د ریموټ کنټرول په وسیله د ولسوالۍ په بازار کې چاودلی دی.

پولیسو په دې اړه څېړنې پيل کړي او د قره‌باغ ولسوال ویلي چې هدف‌یې نه‌دی څرګند او مسؤلیت‌یې هم چا نه‌دی اخیستی.