کابل کې نن د مولوي ایاز نیازي د جنازې مراسم ترسره کېږي

مشهور افغان دیني عالم مولوي محمد ایاز نیازی کابل کې د بمي چاودنې له امله ووژل شو

په کابل کې نن د جون ۴مه، د مولوي ایاز نیازي د جنازې مراسم ترسره کېږي.

مولوي ایاز نیازی د وزیر محمد اکبر خان مېنې د جومات ملا و.

هغه د سې شنبې په ماښام تر لمانځه وروسته، له جوماته د وتلو په وخت کې په چاودنه کې ووژل شو.

په چاودنه کې یو شمېر نور ملکي وګړي هم چې جومات ته د لمانځه لپاره ورغلي وو، ووژل او زخمیان شوو.

د مولوي ایاز نیازي قتل وسله‌والو طالبانو غندلی او یو جنایت‌یې بللی دی.

د حملې مسئولیت لا کومې ډلې نه‌دی اخیستی.