روسیې سوریې ته‌ د نورو 'مېګ-۲۹' جټ الوتکو استول ومنل

د روسیې جنګي الوتکه

روسیې منلې چې سوریې ته‌یې نورې 'مېګ-۲۹' جټ الوتکې استولې دي.

دا اعلان یوه ورځ وروسته تر هغه کېږي چې د امریکا پوځ روسیه تورنه کړه چې دغه هېواد د سوریې له لارې لیبیا ته جنګي الوتکې لېږدوي او هلته د هغو جنګیالیو ملاتړ کوي چې د خلیفه حفتر په ملاتړ د حکومت په ضد جنګېږي.

په دمشق کې د روسیې سفارت پرون پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، د دفاعي همکاریو په ترڅ کې د جنګي الوتکو یوه بله برخه سوریې ته ورسېده.

د سوریې سنا خبري اژانس ویلي، دغه الوتکې به د سوریې پر هوا مأموریت کې برخه اخلي.

روسیه چې سوریه کې د بشار الاسد ملاتړ کوي، د لوېدیځ له خو تورنه ده چې سوریه کې یې د پوځي مأموریت پر مهال ملکیان وژلي او جنګي جرمونه‌یې ترسره کړي.