'کراچۍ کې د لوېدلې الوتکې پیلوټ لارښوونو ته پاملرنه نه‌وه کړې'

په کراچۍ ښار کې غورځېدلې الوتکه

د پاکستان ملکي هوایي اداره وایي، د هغې الوتکې پیلوټ د کنټرول برجونو لارښوونو ته پاملرنه نه‌وه کړې چې الوتکه‌یې په کراچۍ ښار کې وغورځېده.

د پاکستان هوایي چلند (پي‌ای‌اې) ایربس الوتکه د مې په ۲۲مې له لاهوره کراچۍ ته روانه وه چې هوایي ډګر ته نږدې ولوېده. په دې پېښه کې ۹۷ کسان ووژل شول او دوه تنه وژغورل شول.

د پاکستان ملکي هوایي ادارې (پي‌ای‌اې) ته په یوه لیک کې څرګنده کړې ده چې کله الوتکه د کراچۍ په ۱۰۰ کیلومترۍ کې وه پيلوټ ته ویل شوي و چې الوتکه‌یې ډېر جګه ده، خو هغه ویلي و چې دی په اسانۍ سره الوتکه کېنولی شي.

د دې الوتکې د تور بکس معلومات په فرانسه کې څېړل کېږي. د پاکستان د ملکي هوایي چارو وزیر غلام سرور ویلي دي چې د پېښې ابتدایي راپور به د جون په ۲۲مه پارلمان ته وړاندې کړي.