ولسمشر غني وزیر اکبر خان کې د پرونۍ پېښې په اړه د څېړنې امر وکړ

محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د وزیر محمد اکبرخان مېنې په جومات کې د پرونۍ چاودنې په اړه د څېړنې ځانګړې کمېټه ټاکلې ده.

پرون مازدیګر په چاودنه کې د وزیر محمد اکبر خان مېنې د جومات ملا او په پېژندل شوی دیني لارښوود، محمد ایاز نیازی ووژل شو.

په چاودنه کې یو شمېر ولسي خلک هم چې د لمانځه لپاره جومات ته ورغلي وو، وژل شوي او زخمیان شوي دي.

د ارګ خبرپاڼه چې نن، د جون په ۳مه، خپره شوه، وايي چې د شپږ کسیز څېړونکي پلاوي مشري د حج او اوقاف وزیر عبدالحکیم منیب کوي.

د افغانستان د علماو د سراسري شورا، لویې څارنوالۍ، د ملي امنیت شورا، کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست استازي د پلاوي غړي دي.

د چاودنې مسئولیت لا کومې ډلې نه‌دی منلی.

وسله‌والو طالبانو ویلي چې په وزیر محمد اکبرخان مېنه کې پر جومات پرونۍ حمله یو جنایت دی.

خو د افغانستان د جمهور رئیس مرستیال، امر الله صالح ویلي چې په داسې کارونوکې تر دې وړاندې تل وسله‌والو طالبانو لاس درلود.