ایراني چارواکي وايي ایرانی ساینسپوه سیروس عسګري د امریکا له متحدو ایالتونو اخراج او ایران ته روان شوی دی.
دوی دا نه مني، چې د عسګري خوشې کېدل دې د واشنګټن او تهران ترمنځ د بندیانو د تبادلې د موافقې یوه برخه وي.
عسګري چې د ایران د شریف صنعتي پوهنتون استاد دی، په امریکا کې نیول شوی و.
هغه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د امریکا د اوهایو ایالت د پوهنتون له یوې تحقیقاتي پروژې د تجارتي اسرارو د پټولو په هڅې تورن کړای شو.
نهه پنځوس کلن عسګري، چې پر ځان لګول شوي تورونه رد کړي، په نومبر میاشت کې له تورونو سپین اعلان شو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون سې شنبه د خپل انسټاګرام په حساب کې د عسګري خوشې کېدل یو ښه خبر وباله.
هغه د امریکا متحد ایالتونه د څو نورو ایراني ساینسپوهانو په برمته کولو هم تورن کړ.
بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسي ویلي، ټاکل شوې عسګري نن چهارشنبه (د جون درېیمه) ایران ته ورسېږي.
د امریکا متحدو ایالتونو د تېر کال په ډېسېمبر میاشت کې د یوه چینايي اصله امریکايي څېړونکي ژیائو وانګ په بدل کې د مسعود سلیماني په نوم یو ایرانی ساینسپوه تبادله کړی و.