کندز کې ماین چاودنې ۷ کارګران وژلي او ۶ ټپیان دي

د کندز نقشه

د کندز په خان‌اباد ولسوالۍ کې د یو ماین چاودنې اووه کارګران وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

د کندز د والي ویاند عصمت‌الله مرادي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، دا مرګ‌ژوبله هغه مهال اوښتې چې تېره ورځ ماښام د خان‌اباد ولسوالۍ د جنګل باشي سیمه کې د کارګرو پر یو زرنج موټر د طالبانو له‌خوا خښ شوی ماین وچاودېده.

نوموړي زیاته کړه، د ۴ تنو ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه نه‌وي او د درملنې لپاره د کندز حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د خان‌اباد د جنګل باشي سیمه د وسله‌والو طالبانو کنټرول کې ده او طالبانو د خان‌اباد ښار ته پر غځېدلو فرعي سړکونو ماینونه خښ کړي.

په مړو او ټپیانو کې هغه مزدورکاران شامل دي چې کلیو او بانډو ته په کروندو کې د کار او مزودرۍ لپاره روان و.

طالبانو په دې اړه تبصره نه‌ده کړې. دا وسله‌واله ډله ډېر کله د هغو چاودنو مسؤلیت پر غاړه نه‌اخلي چې په‌کې ولسي خلکو ته مرګ‌ژوبله اوړي.