د اقتصاد عالي شورا د غالیو د صادراتو لپاره ۶ سلنه سبسایډي ورکوي

ارشیف

د افغانستان د اقتصاد عالي شورا د هوايي دهلېزونو له لارې د غالیو د صادراتو لپاره شپږ سلنه سبسایډي په پام کې نیولې ده.

د افغانستان د پانګې اچونې او سوداګرۍ خونې د عامه اړیکو مرستیال جان اقا نوید نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه اقدام د وطني غالیو د صادراتو د زیاتوالي او د ګاونډیو هېوادونو له لارې د غالیو د قاچاق د مخنیوي په هدف ترسره شوی.

ښاغلی نوید زیاتوي دغه کار افغان سوداګر هڅوي چې با کیفیته غالۍ تولید او صادرې کړي، د افغاني غالیو سکټور چې د کیفیت له امله په ګرده نړۍ کې لومړی و او دا مهال له ستونزو سره مخ دی یو ځل بیا په نړۍ کې پخوانی بازار او شهرت خپل کړی.

د جان اقا نوید په خبره تېر کال د هوايي دهلېزونو له لارې افغاني غالۍ صادرېږي، خو د کرونا ویروس د خپراوي د مخنیوي په هدف دغه صادرات درول شوي دي.

ویل کېږي چې افغاني غالۍ تر ډېره اسټرالیا، جرمني، انګلستان او امریکا ته صادرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس‌مهال زرګونه متره افغاني غالۍ ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته وړل کېږي او په هغه هېواد کې له پروسس وروسته په پاکستاني نوم او نښان نورو هېوادونو ته صادرېږي.