ټرمپ او پوتین د ۷ سترو صنعتي هېوادونو د جوړېدو په اړه خبرې وکړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

کرملېن وايي د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون دوشنبه له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره په ټلیفوني خبرو کې د سږني کال په وروستیو کې د روسیې په ګډون د اووه سترو صنعتي هېوادونو د پراخې سرمشریزې د جوړېدو لپاره د خپل وړاندیز په اړه معلومات ورکړل.

په داسې حال کې چې ټوله نړۍ د کرونا له وبا سره لاس او ګرېوان ده، ټرمپ تېره اوونۍ وویل، د 'G7' سرمشریزه به چې د راروانې جولای میاشتې لپاره‌یې پلان کړې وه، د روان کال تر مني پورې وځنډوي او په دې غونډه کې به روسیې، اسټرالیا، جنوبي کوریا او هند ته هم د ګډون بلنه ورکړي.

کرملېن په یو بیان کې ویلي چې ټرمپ پوتین ته د خپلو نظریو یادونه وکړه، خو په دې اړه‌یې نور جزئیات نه‌دي ورکړي او دا یې هم نه‌دي ویلي چې پوتین د ټرمپ بلنه ومنله که نه.

سپینې ماڼۍ د ټرمپ او پوتین ټیلیفوني خبرې تأیید کړي او ویلي یې دي چې دواړو مشرانو د 'G7' د سرمشریزې د جوړېدو پر څرنګوالي خبرې وکړې.