تخار کې د وسلو او مهماتو دوه قاچاقبران نیول شوي

د تخار ولایت نقشه

د تخار امنیه قوماندانۍ د وسلو او مهماتو د دوو قاچاقبرانو د نیولو خبر ورکوي.

د تخار امنیه قوماندان سمونوال سید معراج‌الدین سادات نن رسنیو ته وویل، د جنايي جرایمو پر ضد د مبارزې پولیسو د تالقان ښار په تنګي فرخار سیمه کې دوه کسان چې د وسلو او مهماتو د لویو قاچاقبرانو له ډلې دي، نیولي دي.

ښاغلی سادات وايي دا قاچاقبران چې د تخار ولایت د چایاب (چاه آب) ولسوالۍ اوسېدونکي دي په داسې حال کې ونیول شول چې یوه اندازه وسلې او مهمات‌یې په یوه تونس موټر کې چایاب ولسوالۍ ته وړل.

د تخار امنیه قوماندان وايي چې له تورنو کسانو څخه تحقیقات روان دي.