د عدلي طب پایلې: جورج فلوید د خفه کېدو په نتيجه کې مړ شوی

ارشیف

د تور پوستي امریکايي جورج فلوید د عدلي طب نتیجه ښيي چې دی د غاړې خفه کېدو په نتيجه کې مړ شوی.

د دې سړي مړینې په ټوله امریکا کې له تېرو شپږ ورځو راهیسې اعتراضونه راپارولي دي.

مایک بایډن له امریکايي ډاکترانو یو دی چې د جورج فلوید د مړي معاینات‌یې کړي. ده د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دا سړی پر غاړې او ملا د فشار په نتيجه کې د منیاپولیس ښار د پولیسو له لاسه مړ شوی دی.

پولیسو ۴۶ کلن جورج فلوید د میناسوتا ایالت په منیاپولیس ښار کې د یوه دکان مخې ته توقیف کړی وو. د مې په ۲۵مه نېټه اخیستل شوې وېډیو ښکاروي چې فلوید پړ مخې پر ځمکه پروت دی او سپین پوستي پولیس افسر ډيریک شاوین د فلويد پر غاړه خپل ځنګون ايښی دی.

فلوید وايي چې ساه نه‌شي اخیستلی او زارۍ کوي چې پولیس‌یې له غاړې ځنګون لیرې کړي.

۴۴ کلن شاوین له هغه وروسته په قتل تورن وپېژندل شو.

د فلوید د مړینې په اعتراض کې پراخ لاریونونه پيل شول چې په ځينو ځایو کې په تاوتریخوالي واوښتل.