اتمر د اذربایجان له بهرنیو چارو وزیر سره د سولې په اړه خبرې وکړې

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر

د افغانستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د سولې پر پروسه خبرې وکړې.

د اذربایجان تریند خبري اژانس نن د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله خبر ورکړی چې محمد حنیف اتمر او ایلمار محمدیاروف په وېډیو کنفرانس کې بحث وکړ.

د خبر له مخې د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د سولې په پروسه کې له خپله اړخه د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د کوچني اختر په درېیو ورځو کې نافذ شوي اوربند د افغانستان د سولې پروسې چټکتیا ته هیلې زیاتې کړې دي.

د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله هم زیاته شوې چې دواړو لورو د یو بل په لسګونه بندیان خوشې کړي دي.

په پام کې ده حکومت د طالبانو ۵،۰۰۰ او طالبان د حکومت ۱،۰۰۰ تنه بندیان خوشې کړي.

د بندیانو تبادله د بین‌الافغاني مذاکرو د پیل لپاره اساسي شرط ګڼل کېږي.