د ننګرهار چارواکي وايي په حصارک ولسوالۍ کې د دولت ۱۶ مخالف وسلهوال وژل شوي دي.
ویل شوي، دغه وسلهوال وروسته له هغې ووژل شول چې اولیې تېره شپه د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډلهییز بریدونه پیل کړل چې وروسته وسلهواله نښته وشوه.
د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن رسنیو ته وویل چې په دې نښته کې سیمهییزو پولیسو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
هغه وویل: "متأسفانه د دوی په ډلهییزو بریدونو کې ۳ سیمهییز پولیس شهیدان شوي او یو بل ټپي شوی دی. د دغو ترورېستي بریدونو په ځواب کې امنیتي ځواکونو ۱۶ مخالف وسلهوال وژلي او ۹ تنه نور یې ټپیان کړي چې په وژل شویو کې د عباس او ادریس په نوم د دوی دوه سرګروپان هم شامل دي."
د والي ویاند وایي تر پېښې وروسته سیمې ته تازه دمه امنیتي ځواکونه لېږل شوي دي.
د دولت کومې مخالفې ډلې د دې پېښې په اړه څه نهدي ویلي.