افغانستان کې د جرمني سفیر: د سولې هڅو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ یو

په افغانستان کې د جرمني سفیر پیټر پروګل

په افغانستان کې د جرمني سفیر پیټر پروګل وایي چې هېواد به‌یې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سولې په هڅو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي.

هغه دا خبره د جرمني سفارت ته نږدې د ۲۰۱۷ کال د مې ۳۱مه د خونړي برید د درېیم کال د پوره کېدو په مناسبت کړې.

پروګل یکشنبه په خپل ټویټر لیکلي چې په سفارت کې یې دننه د دې برید د قربانیانو یاد غونډه جوړه کړې وه.

درې کاله وړاندې د کابل په یوه ډیپلوماټیکه ساحه کې د جرمني سفارت ته نږدې موټر بم چاودنه وشوه چې په‌کې له ۱۵۰ زیات کسان مړه او تر ۴۰۰ نور ډېر کسان ټپیان شول.

په وژل شویو کې د جرمني سفارت یوه ډیپلوماټه او یو افغان ساتونکی او په ټپیانو کې د جرمني او جاپان د سفارتونو یو شمېر کارکوونکي شامل و.

په دغه لوی برید کې ۹۰ فیصده مرګ‌ژوبله ملکیانو ته اوښتې وه.

دغه برید د جرمني د سفارت د ودانۍ زیاته برخه ورانه کړې وه او له امله‌یې جرمني په کابل کې خپل قونسلي خدمات بند کړل. افغان چارواکو دا برید د حقاني شبکې کار بللی و.