په سعودي عربستان کې له مکې مکرمې پرته د نورو ښارونو زرګونه جوماتونه چې د کرونا ویروس د مخنیوي د اقداماتو په ترڅ کې بند شوي و نن د لومړي ځل لپاره بیا پرانیستل شول، خو لمونځ کوونکو ته ویل شوي دي چې د دې وبا د مخنیوي لپاره باید لازم مقررات په کلکه مراعات کړي.
د سعودي حکومت شاوخوا ۹۰ زره جوماتونه وروسته له دې چې د هغو پر غالیو، د اوداسه پر ځایونو او الماریو یې عفوني ضد مواد وپاشل پرانیستل.
د سعودي د اسلامي چارو وزارت وايي د 'SMS' له لارې په میلیونونو پیغامونو کې یې خلکو ته د لمانځه د دوه متره فاصلې د ساتنې، د ماسک د جبري اغوستو او په لاس او غېږو د روغبړ نهکولو په ګډون د نویو مقرراتو خبر ورکړی دی.
د نویو مقرراتو له مخې د جوماتونو دروازې له لمانځه ۱۵ دقیقې مخکې پرانیستل کېږي او د لمانځه له خلاصېدو ۱۰ دقیقې وروسته بندېږي.
د مکې مکرمې جوماتونه لاهم د عوامو پر مخ بند دي، خو په بیتالمقدس کې د الاقصی جومات چې له مکې او مدینې وروسته د مسلمانانو درېیم سپېڅلی مکان ګڼل کېږي هم پرانیستل شوی دی.