د هند د مرسته شويو غنمو ۳مه بېړۍ چابهار ته ورسېده

د هند مرسته شوي غنم

د هند د مرسته شويو غنمو د لېږدونې درېيمه بېړۍ پرون ناوخته چابهار ته ورسېده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند نن ازادي راډیو ته وویل چې له افغانستان سره د هند د مرسته شویو غنمو ٥ زره ٧٥٠ مټريک ټنه چابهار بندر ته ورسېدل او هېواد ته د دغو غنمو لېږدول پيل شوي دي.

د دغو غنمو په لېږدونې سره د هندوستان د مرسته شويو غنمو له جملې څخه نږدې ٢١ زره مټريک ټنه‌يې لېږدول کېږي چې په هېواد کې د کرونا ويروس د خپرېدو بېړني حالت او غنمو ته د زياتې اړتيا وضیعت کابو کړي.

دوی وایي له دې سره جوخت د پاتې غنمو د واردولو کار دوام لري او ټاکل شوې ده د پاتې غنمو د لېږدولو بهير د جون په اتمه پيل شي.

د يادونې وړ ده، د هغو ١٠ زرو ټنو غنمو لېږدول چې پخوا له کاندولا بندر څخه پيل شوي وو، بشپړ شوي او د کندهار او هرات په زېرمو کې ځاى پر ځاى شوي دي.

د ملي پرمختيا شرکت د هندوستان د ٧٥ زره مټريک ټنه غنمو د لېږدونې مسؤليت منلى دى.