د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل واشنګټن ته د ورتګ لپاره د ډونالډ ټرمپ بلنه رد کړه.
د امریکا ولسمشر انګېلا مېرکل ته بلنه ورکړې وه چې د نړۍ د سترو ۷ صنعتي هېوادونو د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي.
پولیټیکو خبري اژانس د جرمني د حکومت د ویاند په حواله لیکلي چې صدراعظمې انګېلا مېرکل له ولسمشر ټرمپ څخه مننه کړې چې د جون د میاشتې په وروستیو کې یې غونډې ته ور بللې وه.
خو له دې کبله چې د کرونا وبا خپره شوې صدراعظمه مېرکل لا نه شي کولای چې واشنګټن ته له سفر وکړي خو د کرونا وبا له کبله رامنځته شوی وضعیت له نږدې څاري.
سپینې ماڼۍ د مې په ۲۶مه نېټه وویل چې ولسمشر ټرمپ فکر کوي چې په امریکا کې د سترو ۷ صنعتي هېوادونو د غونډې پيل د نړۍ د اقتصادي مارکېټونو د بیا پرانیستل کېدو ښه بېلګه ګڼل کېدلای شي.