امریکا کې د یوه افریقايي الاصله امریکایي د وژلو په غبرګون لاریونونه دوام لري

لاریون کونکي کوونکي دا شعارونه ورکوي چې (د تور پوستو ژوند ارزښت لري).

په امریکا کې د یوه افریقایي الاصله امریکایي د وژلو په غبرګون کې لاریونونه له څو ورځو راهیسې دوام لري او ځینو ځایونو کې په تاوتریخوالي اوښتي.

لاریون کونکي کوونکي دا شعارونه ورکوي چې (د تور پوستو ژوند ارزښت لري).

تېره شپه واشنګټن ډي سي کې ملي ګارد ځای پر ځای شوی و ځکه هلته د سپینې ماڼۍ مخې ته د لاریون کونکو یوه غصه ناکه ډله ټوله شوې او د ډونالډ ټرمپ پر ضد له کرکې ډک شعارونه ورکوي.

د سپینې ماڼۍ د خوندیتوب اقدامات جدي شوي او هلته لاریون کونکي په همدې شعارونو سره ټول شوي چې ( له عدالت پرته سوله نه شته) او د تورپوستو ژوند ارزښت لري.

دا لاریونونه وروسته له هغه پيل شوې چې یو سپین پوستی پولیس امریکا کې یو تورپوستی پر سړک خفه کوي او وژني یې.