طالبانو د اروپايي شورا له وروستۍ اعلامیې هرکلی وکړ

قطر کې د طالب استازو یو انځور

طالبانو د اروپایي شورا له وروستۍ اعلامیې هرکلی کړی خو ویلي یې دي، دې اعلامیه کې ځینې داسې ټکي دي چې د دوی په باور د افغانانو د خپلواکۍ له حق سره په ټکر کې دي.

د طالبانو یاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، لکه څنګه چې افغانان د نورو په چارو کې لاسوهنه نه کوي، باید نور هېوادونه هم د افغانستان په اړه دا اصل په پام کې ونیسي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، د دوی او امریکا د هوکړې له مخې به بین الافغاني خبرو کې د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه پرېکړه کېږي.

پرون د اروپایي ټولنې شورا د افغانستان په اړه یوه اعلامیه تصویب کړه چې په کې په مشروط ډول له دغه هېواد سره د سیاسي او مالي ملاتړ ډاډ ورکول شو.

په اعلامیه کې راغلي، اروپایي ټولنه به په دې شرط افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي چې دغلته د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې، ولسواکي، ډیموکراسي او بشري حقونه خوندي او تاوتریخوالی را کم شي.