امریکا: لیبیا کې د روسیې ۱۴ جیټ الوتکې ځای پر ځای شوي

ارشیف

په افریقا کې د امریکا د پوځ د قومندې مرکز د مسکو هغه ادعا رد کړې چې وايي، د دې هیواد جنګي جیټ الوتکې په لیبیا کې نه دي ځای پر ځای شوي.

د دې مرکز مرستیال ګریګوري هاډفیلډ ویلي، د متحده ایالاتو د څارنې پر بنسټ د روسیې ۱۴ جنګي جیټ الوتکې چې په کې میګ ۲۹ او سو ۲۴ شامل دي، له روسیې څخه تر الوتنې وروسته د لیبیا په الجُفره هوايي ډګر کې ښکته شوي دي.

دا اډه دا مهال د خلیفه حفتر د وسله وال ځواک مهم مرکز بلل کېږي.

په افریقا کې د امریکا د قومندې د مرکز مرستیال د جمعې په ورځ د خبریالانو یوې وړې ډلې ته وویل، په لیبیا کې د روسیې فعالیتونه او د خلیفه حفتر له ځواکونو څخه د مسکو ملاتړ ” اندېښمنونکی “ دی.

د امریکا متحده ایالتونه او نړیواله ټولنه د لیبیا هغه حکومت په رسمیت پېژني چې د خلیفه حفتر د ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل دی.

بل خوا داسې راپورونه خپاره شوي چې مسکو د خلیفه هم حفتر د ځواکونو ملاتړ کوي.

خو روسیه وايي، د لیبیا د کورنۍ جګړې له ټولو ښکېلو اړخونو سره تماس کې دي څو د دې هېواد کړکېچ د خبرو له لارې هوار شي.