د تخار چارواکي وايي، دې ولایت کې د یوې نامسئولې وسله والې ډلې څو غړي نیول شوي دي.
د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري ازادي راډیو ته وویل، د دې کسانو د نیولو لپاره په فرخار ولسوالۍ کې عملیات ترسره شوي دي.
هغه زیاته کړه: "شپږ تنه نامسئول ټوپکوال نیول شوي دي، یو تن هم وژل شوی دی، یو اندازه وسلې او او مهمات هم له دې ډلې سره چې تل د خلکو د ازار او ځورونې سبب کېدل نیول شوي."
تخار په افغانستان کې به نسبي توګه له امنو ولایتونو څخه دی، خو په کې د نامسئولو وسله والو ډلو موجودیت خلک اندېښمن کړي دي.