ملي دفاع وزارت: پکتیا کې طالبانو او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

ارشیف

د افغانستان د ملي دفاع وزارت تایید کړه چې په پکتیا کې د وسله والو طالبانو په برید سره ۱۴ افغان سرحدي ځواکونه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

د دغه وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي چې وسله والو طالبانو بېګاه شپه په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د افغان سرحدي ځواکونو پر پوسته برېد کړی و.

دفاع وزارت وايي چې طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې.

د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند نن جمعه ازادي راډیو ته وویل: "پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ اړوند د سیف الله په نوم زموږ د ملي امنیتي ځواکونو یوه پوسته ده سرحد ته نږدې چې په دې باندې وسله والو طالبانو ډله ییز برید کړی، ۱۸ تنه وسله وال طالبان د سره صلیب د وینا په اساس وژل شوي او همدارنګه ۹ نور ټپیان شوي دي خو بدبختانه زموږ ملي امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده."

وسله والو طالبانو د دغه برید په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

تر دې مخکې هم د پروان په غوربند کې وړمه شپه د طالبانو په برید سره ۷ افغان سرتېري وژل شوي او اخوا په لویدیځ ولایت فراه کې د افغان پولیسو په پوستې باندې د طالبانو په برید سره ۷ تنه پولیس افسر وژل شوي.

افغان چارواکو بیا ویلي چې په زابل کې یې ۱۸ وسله وال طالبان او په فراه کې یې اته وسله وال طالبان وژلي.

د افغان پوځیانو او وسله والو طالبانو تر منځ په وروستیو دوو ورځو کې دا نښتې داسې وخت شوي چې د اوربند د تمدید هڅې کیږي او هم وسله والو طالبانو د بندیانو د خلاصون لپاره یو پلاوی کابل ته استولی.