د کاسوو اساسي قانون محکمې د نوي صدراعظم د ګمارلو فرمان قانوني وباله

د کورتي او ملاتړې یې د نویو پارلماني انتخاباتو غوښتنه کوي.

د کاسوو د اساسي قانون محکمې د ولسمشر هاشم تاچي هغه فرمان قانوني وباله چې د سرپرست صدراعظم البین کورتي پر ځای یې نوی صدراعظم ګمارلی دی.

تمه کېږي چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته د محکمې دا پرېکړه به د کیڼ اړخي نیشنلیست ګوند ویتیویندوسۍ په ملاتړ مظاهرې راوپاروي.

دا ګوند تر وخت مخکې د عمومي انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه کوي.

د محکمې تر پریکړې مخکې، د دې ګوند څو زره ملاتړو د پلازمېنې پریستینا په مرکزي سیمه کې په باران کې (تمریني) اعتراض جوړ کړی و او ویل یې دوی په دې اعتراض کې ځکه برخه اخیستې څو په هغه صورت کې چې د محکمې پرېکړه د دوی په خوښه نه وي لویو مظاهرو ته چمتو اوسي.

د دې لپاره چې د کرونا ویروس محدودیتونه یې مراعت کړي وي، اعتراض کونکو له یو بل د واټن ساتلو، ماسکونو او دستکشونو اغوستو اصول په پام کې نیولي وو.

تاچي د اپریل په ۳۰ مه د کاسوو د منځني ښي اړخي ډیموکرات لیګ عبدالله هوتي د کورتي پر ځای صدراعظم ونوموه.

خو د کورتي د ویتیویندوسۍ ګوند دا فرمان غیرې قانونې وباله او د اساسي قانون په محکمه کې یې ددې فرمان د ننګولو لپاره شکایت ثبت کړ.

د کورتي او ملاتړې یې د نویو پارلماني انتخاباتو غوښتنه کوي.