د بې سرحده ژورنالیستانو سازمان: پاکستان دې د وژل شوي خبریال په اړه څېړنې وکړي

ذولفقار مندراني

د بې سرحده ژورنالیستانو نړیوال سازمان د پاکستان په سند ایالت کې د یو وژل شوي ژورنالیست د قتل د قضیې د څېړنې لپاره د ځانګړې او خپلواکې ډلې د څېړنې غوښتنه کړې ده.

د کاوش او کوشش په نوم د سندي ژبې د ورځپانو د خبریال ذولفقار مندراني مړی د مې په ۲۶ مه نېټه د پاکستان د سند ایالت په دوداپور ښارګوټي کې وموندل شو چې شکنجه شوی او په سر په ‌ډزو وژل شوی و.

په همدې ورځ په نژدې ښار لړکانه کې پولیسو ددې قتل په تور د دوو کسو د نیولو اعلان وکړ او د نوموړې وژنه یې یوه ناموسي قضیه وبلله.

خو د بې سرحده ژورنالیستانو سازمان د اسیا پاسفیک د برخې مشر ډانیل باسټارډ ویلي، د ځايي پولیسو ددې ادعا په اړه چې د مندراني وژنه یې د غیرت په نوم وژنه بللېد شک ډیر دلایل شته.

د دې ژورنالیست پلار د خپل زوی د قتل په اړه له پولیسو سره شکایت درج کړې چې په کې د یو پولیس افسر په ګډون څو نور مشکوک کسان په ګوته شوې دي چې د نشه يي موادو د یو سیمه ییز قاچاقبر سره یې تړاو درلود.

د وژل شوي ژورنالیست پلار وايي، زوی د دې قاچاقبر د فعالیتونو په اړه څېړنې کولې.

د بې سرحده ژورنالیستانو د سازمان د اسیا پاسفیک د برخې مشر د پاکستان د سند ایالت له اعلی وزیر غوښتي چې ددې قضیې د څیړنې لپاره دې سېمې ته یو خپلواک څیړونکی پلاوی واستوي.

دا د روان میلادي کال د پیل راهېسې دویم ژورنالیست دی چې د پاکستان په سند ایالت کې وژل کېږي.