د پخې ډوډۍ د وېش پروسه ودرېده

Your browser doesn’t support HTML5

په کابل او ولایتونو کې د حکومت د پخې ډوډۍ وېش پروسه چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وه، ودرېده. د ولسمشر لومړي مرستيال د مطبوعاتو او عامه اړيکو مشر رضوان مراد وایي چې حکومت غواړي د خوراکي توکو یوه بله لړۍ پیل کړي. بل‌خوا یو شمېر کارګر پر حکومت نیوکه کوي چې قرنطین غځوي، خو د دوی اولادونه له لوږې مري.