د طالبانو یوه تخنیکي ډله کابل ته راغلې

طالب پلاوی

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي طالبانو یوه تخنیکي ډله کابل ته لېږلې، څو د دوی د زندانیانو پر تبادلې کار وکړي.

په دې ډله کې درې تنه شامل دي.

دا خبره د ملي امنیت شورا نن پنجشنبه پر خپله ټویټرپاڼه کړې ده.

تر دې وړاندې هم د طالبانو یوه بله تخنیکي ډله د طالب بندیانو د خوشې کېدو چارو د څارنې لپاره کابل ته تللې وه.

افغان حکومت تر اوسه دوه زره طالب بندیان خوشې کړي دي.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له مخې باید افغان حکومت ۵،۰۰۰ طالب بندیان او طالبانو بیا د حکومت زر تنه بندیان خوشې کړي وی او بیا د مارچ پر ۱۰مه بین‌الافغاني مذاکرات باید شوي وی، خو لا تر اوسه د بین‌الافغاني مذاکراتو برخلیک معلوم نه‌دی.