افغان حکومت د سره زرو د قاچاق مخنیوي په هدف تعرفه راکمه کړه

ارشیف

افغان حکومت د سره زرو د قاچاق د مخنیوي په هدف په دې محصول تعرفه راکمه کړې ده.

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي نن ازادي راډ‌يو ته وویل دغه ګام‌یې د سرو زرو د قاچاق د مخنیوي او د دې محصول سوداګرۍ د رسمیت پېژندلو په هدف کړی.

د نوموړي په خبره، افغان حکومت له دې وروسته په ګمرکونو کې له طلا څخه په کلني ډول ۶۰۰ ډالره تعرفه اخلي.

د ښاغلي مسجدي په وینا اوس‌مهال په بازارونو کې د یو کیلو طلا قیمت له ۲۵ څخه ۱۰ زره ډالرو ته رالوېدلی.

د افغانستان د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې پخوا د سرو زرو يا طلا ګمرکي تعرفه پرته له مالیې څخه د ۱۶ فیصده نه نیولې تر ۱۸ فیصده پورې وه چې دغې چارې د قاچاق زمینه هم برابره کړې وه.