پومپیو: له ایران سره د ملکي اټمي همکاریو معافیت پای ته رسېږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د امریکا بهرنیو چارو وزیر وایي، له ایران سره د روسیې، چین او اروپایي کمپنیو د ملکي اټمي همکاریو پر سر وضع شوی معافیت پای ته رسېږي.

مایک پومپیو پرون د مې په ۲۷مه وویل، ایران د اټمي پروګرام په اړه خپلې یو شمېر ژمنې ماتې کړي، نو ځکه پرې د دې معافیت دوام توجیه کېدای نه‌شي.

دا د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د اټمي تړون وروستۍ لاسته راوړنې دي چې د له‌منځه تلو په حال کې دي.

ښاغلي پومپیو ویلي، د ایران اټمي هڅې به پر دغه هېواد فشارونه زیات کړي او دغه رژیم به له نړیوالې ټولنې نه نور هم منزوي یا ګوښه شي.

د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي براین هوک خبریالانو ته ویلي، ایراني چارواکي دوه لارې مخته لري، دوی به یا له امریکا سره خبرو ته رامخته کېږي او یا به هم د خپلې اقتصادي ماتې غم خوري.