- نیویارک ټایمز
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، له افغانستان څخهیې د ځواکونو د ایستلو لپاره کومه نېټه نهده ټاکلې، خو څومره چې ژر کېږي په مناسب وخت کې بهیې وباسي.
ټرمپ دقیقه نېټه ونهښوده، خو د نوموړي له څرګندونو وروسته پرون نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې وکښل چې ټرمپ غواړي د انتخاباتو تر ورځې پورې خپل پوځیان له افغانستانه وباسي.
د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د نومبر په ۳مه نېټه ترسره کېږي.
نیویارک ټایمز وايي، ټاکل شوې ده چې د امریکا د پوځ جګپوړي چارواکي په راتلونکو ورځو کې ولسمشر ټرمپ ته له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د ایستلو د پلان په اړه انتخابونه وړاندې کړي.
ورځپاڼه د ځواکونو د ایستلو له پلانه د خبرو چارواکو په قول لیکي چې په دغو وړاندیزونو کې یو دا دی چې ټول امریکايي پوځیان د امریکا تر انتخاباتو مخکې وایستل شي.
په دې اړه د نیویارک ټایمز د دوو خبریالانو تحلیل دا دی چې د پوځ قوماندانان دې نتیجې ته رسېدلي چې ولسمشر ټرمپ غواړي د نومبر تر میاشتې پورې ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه وایستل شي ځکه چې دا کار کېدای شي په انتخاباتو کې ورسره مرسته وکړي.
د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې پر اساس، ټاکل شوې وه چې د جولای تر میاشتې پورې له افغانستانه ۴،۶۰۰ امریکايي پوځیان ووځي او شااوخوا ۸،۶۰۰ نور وروسته ووځي.
خو اوس راپورونه وايي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو بهیر تر هغه څه چټک دی چې په موافقه کې پرې سلا شوې وه.
ویل شوي چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله امریکا له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.
امریکايي چارواکو ویلي چې د کرونا ویروس په خاطر غواړي چې خپل ټول غیر ضروري ځواکونه له افغانستانه وباسي.
- د نېشن
د منځني ختیځ چاپ د نېشن ورځپاڼې د افغانانو پر یوې داسې ستونزې لیکنه خپره کړې چې نن سبا ډېره تکرارېږي.
دا ستونزه د برښنا پرلهپسې پرچاوي ده او ورځپاڼه وايي چې د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکا او طالبانو له موافقې وروسته د افغانستان د برښنا پر ستنو بریدونه زیات شوي دي.
د روانې مې په لومړیو کې د برښنا تأسیساتو ته درې غټ ګوزارونه ورکړل شول.
لومړی د کابل په چمتله کې د برښنا د انتقال پر برج حمله وشوه، ورپسې د پروان په چارېکار کې د برښنا پر ستنې برید وشو او په سبا یې چې د برښنا شرکت کارکوونکو غوښتل نړول شوې ستنه ترمیم کړي، بمي برید وشو چې په نتیجه کې یې د افغانستان برښنا شرکت یو کارکوونکی ووژل شو او ۴ تنه نور ژوبل شول.
ورځپاڼه وايي، د برښنا پر تأسیساتو بریدونو د افغانستان ډېر خلک تیارې ته کېنولي. په داسې وخت کې چې د روژې میاشت وه او له بلې خوا د کرونا تشویش، د برښنا پرچاوۍ د خلکو کړاوونه لا زیات کړل.
د برښنا پر تأسیساتو حملو د افغانستان اقتصاد ته هم سخت زیان اړولی دی.