د چچنیا مشر د خپل روغتیايي وضعیت په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

د چچنیا مشر رمضان قدیروف

د چچنیا مشر رمضان قدیروف وایي، صحت‌یې لکه څرنګه چې راپورونه خپاره شوي هغسې نه‌دی، بهتره دی.

قدیروف په کرونا ویروس اخته شوی دی. ده پرون په یوه مرکه کې چې په انستاګرام کې یې په ژوندۍ بڼه له خپل مرستیال احمد دوداییف سره کوله وویل چې دی بېخي ښه دی.

تر دې یوه ورځ مخکې په پلازمېنه ګروزني کې د غونډې پر مهال د قدیروف پر ښي لاس په ټلوېزیون کې د پیچکارۍ کنول ښکارېده.

تېره اوونۍ روسي رسنیو وویل چې ۴۳ کلن قدیروف مسکو ته راغلی دی او د کرونا ویروس له امله بستر شوی دی.

قدیروف ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ډېر وفاداره دی او دی د قفقاز په شمال کې له بشري حقونو څخه په پراخو سرغړونو تورن دی.