۲ روسي جنګي الوتکو مدیترانه کې د امریکا یوې الوتکې ته خنډ جوړ کړی

د امریکا او روسیې الوتکې

د امریکا متحده ایالاتو سمندري ځواکونو ویلي چې دوه روسي 'سو-۳۵' جنګي جټ الوتکو په مدیترانه سمندرګي کې د امریکا د بحري ګزمې د یوې الوتکې په وړاندې خنډ جوړاوه.

د امریکا سمندري ځواکونو ویلي چې پرونۍ پېښې ۶۵ دقیقې دوام درلود چې پر مهال‌یې دوو روسي پیلوټانو د امریکا 'پې–۸ اې' دواړو وزرو ته نږدې پرواز کاوه او د دې الوتکې د مانور وړتیا یې کمه کړې وه.

د دې ځواکونو یوې برخې چې په ایټالیا کې مېشته ده ویلي دا ډول کړنې به بالقوه هوايي شخړې زیاتې کړي.

دا درېیم وار دی چې د روسيې پیلوټان د امریکا د سمندري ځواکونو کشفي الوتکې تعقیب او جنجال ورته جوړوي.