درېیمه تېل وړونکې ایرانۍ کښتۍ ونزوئلا ته ورسېده

ونزوئلا ته رسېدلې تېل وړونکې ایرانۍ کښتۍ

د ایران درېیمه تېل وړونکې کښتۍ ونزوئلا ته ورسېده.

د کښتۍ تعقیب کوونکي معلومات د ریفینیتو اکان شرکت ټول کړي او ښيي چې د ایران په بیرغ سمباله درېیمه کښتۍ سې شنبه په ځايي وخت د ونزوئلا د ځانګړي اقتصادي زون او ځمکنیو اوبو ته ننوتله.

د روېټرز په وینا د پیټونیا تېل وړونکې کښتۍ د سې شنبې په سهار وختي د کیریبین بحیرې ته ننوتله او د نورو تېل وړونکو ټانکرونو فارچون او فوریسټ ورته لار یې تعقیب کړه.

د فارچون تېل وړونکې کښتۍ د دوشنبې په ورځ د ۴۳ میلیون بنزین بوشکو سره د ایل پالیتو بندر ته ورسېده او د ونزوئلا د تېلو د وزیر له‌خوا یې تود هرکلی وشو.

د ونزوئلا د تېلو وزیر په دغه هېواد کې د تېلو د کموالي د کړکېچ په جریان کې د ایران له دې ملاتړه مننه وکړه.

د فوریسټ تېل وړونکې کښتۍ هم د سې شنبې په ورځ د ایل پالیتو په بندر کې اړخ ولګاوه ترڅو خپل مالونه بار کړي.