اتمر: د افغانانو د ډوبېدو پېښې د تحقیقاتو هدف د عاملینو مجازات دی

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر

د ثور میاشتې د ۱۳مې د پېښې په اړه د تحقیقاتو هدف د عاملینو مجازات او لازم اقدامات دي چې د دا ډول پېښو د تکرار او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو یې د اغېز مخه ونیول شي.

دا خبره د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د سې شنبې په ورځ ایراني پلاوي ته وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد په وینا د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال حسن بهاروند په مشرۍ پلاوی د سې شنبې په ورځ کابل ته ورسېد.

دواړو لورو توافق وکړ چې د افغانستان تحقیقاتو نتیجه به د ایران لوري ته تسلیم شي او امنیتي او دولتي ادارې به‌یې په تفصیل سره ارزوي او خپله نتيجه به له افغانستان سره شریکوي.

د ادعاوو پر اساس د ایران پوله‌ساتو ځواکونو ۵۰ افغانان چې غوښتل‌یې په غیر قانوني توګه ایران ته واوړي، لومړی وهلي ډبولي او وروسته‌یې اړ ایستلي چې ځانونه هریرود سیند ته واچوي.