اروپايي ټولنې په افغانستان کې ۳ ورځنی اوربند هڅوونکی اقدام بللی

د اروپايي ټولنې بیرغونه

اروپايي ټولنې په افغانستان کې درې ورځنی اوربند لومړی هڅوونکی اقدام بللی دی.

دغې ټولنې پرون په یوه اعلامیه کې ویلي: "د اعتماد فضا رامنځته کولو په دغو اقداماتو سره د تل‌پاتې سولې پر لور تګ امکان لري او نه په تاوتریخوالي سره."

په اعلامیه کې راغلي چې د سولې او ثبات لپاره اوسنی فرصت باید له لاسه ورنه‌کړل شي.

په دې اعلامیه کې له ټولو لورو غوښتل شوي چې پرته له ځنډه دې تل‌پاتی اوربند اعلان کړي.

د طالبانو مشرتابه د جمعې په ورځ ناوخته خپلو وسله‌والو ته امر وکړ چې د کوچني اختر په مناسبت د درېیو ورځو لپاره جګړه ودروي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په چټکۍ سره د طالبانو د دې اقدام هرکلی وکړ او ويې‌ویل چې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته‌یې امر کړی چې درې ورځنی اوربند مراعت کړي.

ښاغلي غني همداراز د دوه زره طالب زندانیانو د راخوشې کولو امر وکړ.

د اوربند تر اعلان مخکې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې وه.