د جرمني حکومت له لوفت هانزا سره ۹،۸ میلیارده ډالره مرسته کړې ترڅو دا هوایي چلند د کرونا ویروس له امله د رامنځته شویو اقتصادي ستونزو سربېره خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي.
د جرمني اقتصاد وزارت او لوفت هانزا هوایي چلند پرون د دې مرستې خبر ورکړ.
اروپایي ټولنه او سهم ورکوونکي هم باید د دې مرستې تأیید وکړي.
د جرمني خزانې وزیر اولاف شولز ویلي دي چې پر لوفت هانزا شرکت پانګونه موقتي ده.
د نړۍ د ډېرو هوایي شرکتونو په څېر لوفت هانزا هم اکثر مسافر وړونکې الوتنې د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې ځنډولې دي.