د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې په افغانستان کې د اوربند د تمدید غوښتنه وکړه.
شهرزاد اکبر نن په ټویټر کې لیکلي دي چې 'اوربند تمدید کړئ، د خلکو ژوند وژغورئ ترڅو ټول تمرکز پر سولې وشي.'
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویاند شکرالله مشکور پرون ازادي راډیو ته د سولې د هڅو په ترڅ کې د زندانیانو د ازادۍ په اړه اندېښنه ښکاره کړه او ویېویل: "د دغو بندیانو معلومات باید له ولس سره، د بشري حقونو له خپلواک کمېسیون او نورو ادارو سره شریک شي ترڅو هغه بندیان چې جنګي مجرمین دي د هغوی په برخه کې محتاطانه برخورد وشي."
د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې د سولې له مخې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ وشوه، افغان حکومت باید تر پنځه زره پورې طالبان له زندانونو ازاد کړي او طالبان نږدې زر تنه حکومتي کسان له بنده خوشې کړي.