له سیاسي سقوط څخه وېره لرونکو ته د هانګ کانګ مشرې ډاډ

د هانګ کانګ مشره کاري لام

د هانګ کانګ مشرې، هغو نړیوالو پانګه‌والو ته چې د چین د نوي امنیتي قانون د انفاذ له کبله د دې سیمې له سیاسي سقوط څخه وېره لري، ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې دا قانون یوازې محدود شمېر قانون ماتوونکي په نښه کوي.

د هانګ کانګ مشرې کاري لام (Carrie Lam) نن خبریالانو ته وویل، دا ادعاوې چې ګنې د دې ښار ازادي په خطر کې ده، بې‌بنسټه دي او زیاته‌یې کړه د هانګ کانګ د خلکو ازادۍ او اساسي ارزښتونه به د قانون د حاکمیت په رڼا کې خوندي وي، قضا به خپلواکه وي او خلک به‌یې له بېلابېلو ازاديو برخه‌من وي.

پولیسو د یکشنبې په ورځ د دې قانون زرګونه مخالف مظاهره‌چیان د اوښکې بهوونکي ګاز په وسیله خواره کړل او داسې نښتې په‌کې وشوې چې په څو میاشتو کې یې ساری نه‌و لیدل شوی.

د هانګ کانګ د پولیسو مشر جان لي پرون وویل چې دا ښار د تشدد په سیوري کې کېوتی دی او د زیاتېدونکي ترورېزم پر ضد د مبارزې لپاره یوه نوي قانون ته اړتیا لري.

پیکېنګ د مې په ۲۱مه هغه طرح وړاندې کړه چې له مخې یې په هانګ کانګ کې د چین د ملي امنیت قانون نافذېږي.

دا قانون په هانګ کانګ کې د میلیونونو کسانو په ګډون د چین د نفوذ پر ضد د ډیموکراسۍ د پلویانو له پروسږنو څو میاشتنیو پراخو اعتراضونو وروسته پر خیانت، بېلتون‌پالنې، ورانکارۍ، بغاوت او بهرنیو لاسوهنو بندیز لګوي.