نوواواکس کمپنۍ پر انسانانو د کرونا ویروس واکسین ازمویل پیل کړي

د نوواواکس امریکايي کمپنۍ لابراتوار

امریکایۍ نوواواکس (Novavax) کمپنۍ پر انسانانو د کرونا ویروس د واکسین ازمویل په اسټرالیا کې پیل کړي دي او تمه لري چې د اغيزو لومړني نتایج به‌یې په جولای میاشت کې معلوم شي.

دې کمپنۍ پرون د مې په ۲۵مه د دې واکسین د ازمویلو د لومړي پړاو تطبیق پر ۱۳۰ روغو کسانو چې عمرونه‌یې د ۱۸ او ۵۹ کلونو ترمنځ دي، اعلان کړ.

د دې واکسین دوهم امتحاني پړاو به د امریکا په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې تطبیق شي څو د بېلابېلو عمرونو لرونکو انسانانو کې د دې واکسین د معافیت، خوندیتوب او عکس‌العمل څرنګوالی معلوم شي.

اوس‌مهال تر ډېره په متحده ایالاتو، اروپا او چین کې د کرونا ویروس ضد واکسین جوړول یا په لومړنیو پړاوونو کې دي او یا یې ازمویل پیل شوي، خو معلومه نه‌ده چې دا هڅې به د کرونا ویروس پر وړاندې چې له پنځه نیم میلیون زیات خلک پرې اخته دي او نږدې درې نیم لکه کسان ترې مړه شوي اغېزناک وي که نه.