کندهار کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ ۴ غړي وژلي او ۲ ټپيان دي

کندهار کې ماین چاودنه کې ویجاړ شوی موټر

د کندهار په میانشین ولسوالۍ کې د ماین چاودنې د یوې کورنۍ څلور غړي ووژل.

په پېښه کې دوه نور کسان ټپیان شوي هم دي.

د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي ازادي راډیو ته وویل، دغه کسان له میانشین څخه د ارزګان مرکز ترینکوټ ته روان وو چې موټر یې د سړک غاړې پر ماین وربرابر شو.

ښاغلی احمدي زیاتوي: "په دې پېښه کې یوه مور، دوې ماشومې لوڼې او یو ماشوم زوی ورسره وو چې څلور واړه وژل شوي دي. د موټر چلوونکی او د کورنۍ سرپرست ټپیان شوي او په ټپي حالت ارزګان ته لېږدول شوي دي."

تر اوسه د دې ماین چاودنې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

ملکيانو ته دا مرګ‌ژوبله په داسې حال کې اوړي چې وسله‌والو طالبانو او حکومت د کوچني اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړی دی.