د افغانستان ملي امنیت شورا وايي د اختر په تېرو دوو ورځو کې نافذ شوی اوربند تر ډېره رعایت شوی دی.
طالبانو او حکومت د کوچني اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ چې ننیې درېیمه ده.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د فرانسې خبري اژانس ته وویل، اوربند نافذ دی او د کوم تاوتریخوالي راپور نهدی ورکړل شوی.
خو په تېرو دوو ورځو کې د افغانستان له ځینو برخو د ناامنیو د ځینو پېښو راپورونه ورکړل شوي دي.
یوه پېښه د طالبانو د اوربند د اعلان په درشل کې د لغمان په علیشنګ ولسوالۍ کې د اختر په شپه پر یوه کور د هاوان لګېدل وو چې په پېښه کې ۴ کسان مړه او ۷ نور ملکیان ټپیان شوي وو.