جلال‌اباد کې د تېلو په یو پمپ کې اور لګېدو ۲ تنه وژلي او ۸ ټپیان دي

د ننګرهار نقشه

د جلال‌اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند د شیشم باغ په سیمه کې نن له غرمې وړاندې د تېلو په یوه پمپ سټېشن کې اور لګېدنې دوه تنه ووژل او اته نور ټپیان کړل.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل د پېښې له ځایه د ننګرهار سیمه‌ییز روغتون ته ۱۰ ټپیان وروړل شوي وو چې په خبره یې دوو تنو یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

ښاغلی خوګیاڼی وایي چې ټپیان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي، خو په خبره‌یې چې وضعیت‌یې د اندېښنې وړ دی.

خوګیاڼی زیاتوي چې پېښه په یوه موټر کې د ګازو د اچولو پر مهال رامنځته شوې ده.