ګڼو نړیوالو رسنیو په افغانستان کې د اوربند پر اعلان تبصرې کړي

بهرنۍ ورځپاڼې

په افغانستان کې د اوربند اعلان د نړۍ اکثرو رسنیو ته مهم پرمختګ ښکاره شوی دی.

د ګڼو چاپي او الکترونیکي رسنیو له‌منځه د بریتانیا او امریکا د دوو ورځپاڼو لنډ ټکي درسره شریکوو.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د اختر په درېیو ورځو کې د اعلان شوي اوربند په اړه لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې د طالبانو له لوري له پرون شنبې څخه د درېیو ورځو لپاره د اوربند د اعلان او د ولسمشر غني له لوري امنیتي ځواکونو ته د اوربند د رعایتولو امر ته په اشارې لیکلي چې دا له ۲۰۰۱ م کال را په دې خوا چې د طالبانو رژیم پرځول شوی دی، په افغانستان کې دوهم لنډمهاله اوربند دی. لومړی اوربند د ۲۰۱۸ م کال په اختر کې و چې په درست افغانستان کې په پراخه پیمانه ولمانځل شو.

د تېر اوربند یوه ځانګړتیا دا وه چې طالبانو خپل کسان د دولت تر کنټرول لاندې ساحو ته له تګه منع کړي نه‌و او افغانانو له ډېرو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره بې‌جګړې ورځې تجربه کړې.

خو نیویارک ټایمز وايي چې امریکا، ناټو او د افغانستان نورو متحدانو د طالبانو له لوري د اوسني اوربند تود هرکلی کړی دی.

امریکا، ناټو او نور هېوادونه له طالبانو غواړي چې له وینو بهونو لاس واخلي ځکه چې د سولې نازکه پروسه له خطر سره مخامخ کېږي.

ورځپاڼې، د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې او هغو پړاوونو یادونه کړې چې د دې موافقې له لاسلیکه وروسته باید عملي شوي وی لکه د بندیانو تبادله او د بین‌الافغاني خبرو پیلېدا، خو د ورځپاڼې د لیکوال په باور دا ټول ګامونه له خنډونو سره مخامخ شوي او طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه زیات کړي دي.

  • انډېپنډنټ

د بریتانیا انډېپنډنټ ورځپاڼې بیا لیکلي، طالبانو تېره میاشت د افغانستان د حکومت له لوري د اوربند غوښتنه نامعقوله بللې وه.

د ورځپاڼې له لیکنې سره سم، طالبانو په داسې حال کې په اختر کې اوربند اعلان کړ چې د افغانستان د حکومت په وینا د روژې د مبارکې میاشتې په لړ کې لږترلږه ۱۴۶ تنه ملکیان د دې ډلې په حملو کې وژل شوي دي.

خو طالبان وايي چې د ملکیانو ژوند ته پام کوي.

د اوربند تر اعلانېدو مخکې په افغانستان کې تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی و.

د بشري حقونو د څار ډلې د اسیا څانګې مشرې پاترېشیا ګاسمن تېره اوونۍ ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان په جګړه کې تر ټولو زیاته مرګ‌ژوبله ملکیانو ته اوړي.

د طالبانو مشرتابه د جمعې په ورځ ناوخته خپلو جنګي کسانو ته امر وکړ چې د کمکي اختر په مناسبت درې ورځې له جنګه لاس واخلي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو د دې اقدام ژر هرکلی وکړ او ویې‌ویل چې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته‌یې امر کړی چې د درېیو ورځو لپاره اوربند رعایت کړي.

انډېپنډنټ ورځپاڼه لیکي، دا اوربند وروسته له دې اعلان شو چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد کابل او قطر ته لاړ.

خلیل‌زاد پر خپله ټویټرپاڼه لیکي "ما طالبانو ته وویل چې باید ټولې خواوې تاوتریخوالی کم کړي. بې‌ګناه افغانان له ډېره وخت راهیسې د دې جنګ ډېر زیات تاوان پرې کوي."