شمالي وزیرستان کې ۲ وسله‌والو بریدګرو ۳ کسان وژلي

شمالي وزیرستان

د شمالي وزیرستان په میر علي سیمه کې دوه وسله‌والو بریدګرو د دوو دولتي چارواکو په شمول درې کسان وژلي دي.

د پولیسو یوه چارواکي د نوم نه‌اخیستلو په شرط بېګا ازادي راډیو ته ویلي چې پېښه یکشنبه غرمه مهال شوې او په‌کې د اسلام‌اباد د کور جوړونې د بنسټ مشر زبیدالله داوړ او د خېبر پښتونخوا د روغتیا ادارې افسر ملکت نعمت‌الله ځای پر ځای وژل شوي.

درېیم کس فرمان نومېده چې روغتون ته په لار یې ساه ورکړې ده.

د پاکستان د پارلمان غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر محسن داوړ په خپل ټویټر دا پېښه په کلکه غندلې او ویلي یې دي چې څنګه په رڼا ورځ دا کسان په داسې یوه سیمه کې چې ګڼې پوستې او پوځیان لري ویشتل شوي؟

د مې د ۲۴مې له برید سره په شمالي وزیرستان کې د سږني هدفي بریدونو شمېر نهه ته ورسېد.

د سیمې اوسېدونکي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښان وايي، په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۱۹ میلادي کال راهیسې د هدفي وژنو پېښې په زیاتېدو دي.

د دولتي سرچينو په وينا، په ۲۰۱۹م کال کې په شمالي وزیرستان کې ۵۱ کسان په هدفي بريدونو کې وژل شوي.