د ایران په لویدیځ کې کوه کیلویه او بویر احمد ولایتونه نن یوې زلزلې ولړزول.
د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې نن وویل چې د دې زلزلې قوت د ریښتر په مقیاس ۵،۱ درجې وه.
ایرنا خبري آژانس، د تهران پوهنتون د جیوفزیک انستیتیوت په حواله وايي چې زلزله په سیمه ایز وخت د ماسپښین په شل کم دوو بجو وشوه او مرکز یې د ځمکې په لس کیلومتره ژور تل کې و.
سمدستي د دې زلزلې د انساني تلفاتو او زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.
ایران د ځمکې په هغه موقعیت کې پروت دی چې ډېرې زلزلې پکې کېږي.